IQNA

قرآني سپآرښتنې/29

مه ویریږئ چې همیشه له تاسو سره  یم:

7:58 - September 12, 2022
د خبر لمبر: 3486209
ایکنا-(تهران) دوو الهي پیغمبرانوته ډير لوي کار سپارل کیږي چې دترسره کولولپاره ئې ډير سخت شرائط ویني.خو آوزار رارسیږي چې ؛مه ویریږه،همیشه تاسو سره یم  او د تاسو شرائط وینم  او ګورم ئې : هرڅوک چې  وغواړي،د چا له خوا  ورسره ملګرتیا او داسې مرسته وشي چې د هغه وعده حتما پوره کیږي.

؛فرعون ؛داسې نامه ده چې قرآن کریم  دحضرت موسی علیه السلام په زمانې کې د مصر حکمران بللی دی . فرعون د خداي په مقابل کې د تکبر ،ځان منامئاو سرکشئ بیلګه دی.داسې چې دقرآن کریم له آیتونو اخستون کیږي،موسی  او دهغه وورو هارون له دې پرته چې کوم امکانات او لښکر ولري، مامور کیږي چې دفرعون په لور ورشي او هغه ته  د الهي هدایت بلنه ورکړي.

خو دغه دواړه پيغمبران اندیښمن ؤ چې فرعون سرکشي وکړي او دوي ته تاوان ورسوي.

   اذْهَبَا إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى * فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى * قَالَا رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَنْ يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَنْ يَطْغَى؛ د فرعون په لور ورشئ چې سرکشي ئې کړې ده.له هغه سره نرمې خبرې وکړئ ممکنه ده چې پند واخلي یا ووریږي. هغوي دواړو (موسی او هارون )ووئيل،پروردګاره!مونږ ویریږو چې(هغه) مونږ ته  کوم تاوان راورسوي یا دا چې سرکشي وکړي.ــ(د طه سوره او ۴۳-۴۵آیتونه)

داسې ښکاري چې  په دغه شان شرائطو کې ،یوې مرستندویه ډلې او یا خاص آوزار ته ضرورت شي  چې ددغه احتمالی تاوان مخه ورسره ونیول شي، خو خداوندمتعال  دوو پیغمبرانو ته خطاب په یوه داسې عبارت کې بیانوي چې د غور وړ دی؛ «لَا تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى؛خداوند فرمائي؛مه ویریږئ،بې شکه زه له تاسو سره  یم (او هرڅه)آورم او وینم  ئې (د طه سوره-۴۶)

دغه شان خطاب ښئ چې دخداي پیغمبران او مومنان که په هغې قطعي لارې کې چې  خداي ئې ورته امر کړی دی،په خداي په توکل ،پر ایمان په تکیې سره لوي کارونه ترسره کولی شي او داحتمالی تاوانونو فکر دې هم نه کوي او که دغه شان پياوړی ایمان په کسانو کې موجود وي ،نو د هغوي لپاره دخداي تعالی حوصله اوانګیزه ورکونکی خطاب هم ډير کارندوالی لري چې ؛مه ویریږئ،همیشه له تاسو سره یم ::

دخداوندمتعال له خوا دغه شان خطاب مومن انسان ته یو قدرت او قوت ډالۍ کوي چې له هر ډول سستۍ او ویرې نجات پیدا کوي . لکه څنګه جې د قرآن کریم په یوه بل ځاي یعنی د ق سورئې په شپاړسم آیت کې فرمائي؛«نَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ؛زه د هغه له شاهرګ (ملاتیر)څخه هم ورته نزدې یم  او له انسان سره د خداي دغه نزدیکت او ملګرتیا په لادقیق ډول انځوروي.

تړلې خبرونه
captcha